AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۳ ۲۱:۱۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85688848
T T
۰ Persons

Tags

رزا اوتونبایوا له افغانستان سره د نړۍ د اصولي تعامل غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشر له افغانستان سره د نړۍ د اصولي تعامل غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشرې رزا اوتونبایوا د پنجشنبې په شپه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل: یوازې د طالبانو د سیاستونو غندل په کار نه دی او نړۍ باید له طالبانو سره اصولي تعامل وکړي.

 هغه څرګنده کړه: له طالبانو سره د تعامل غندنه د حل لاره نه ده او له طالبانو سره تعامل د اړیکو د عادي کولو او د رسمیت پیژندلو په معنا نه دی. مېرمن اوتونبایوا وویل: له طالبانو سره باید په داسې طریقه خبرې وشي چې په افغانستان کې د روانو ستونزو د حل لامل شي او د دې هېواد د خلکو په ګټه وي.

 هغه څرګنده کړه: له طالبانو سره تعامل له افغانستان سره د دايمي تماس او د دغه هېواد د اوسنيو حالاتو د څارنې يوه لاره ده. په دې کتنه کې رزا اوتونبایوا ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه باید له طالبانو سره په خپلو خبرو کې صبر او دقت وکړي او د خپلو اصولو پر بنسټ پرېکنده عمل وکړي.

 هغه په ​​نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا ادغام پر اهمیت ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې دغه هېواد خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته ژمن دی.

 د ایرنا په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه تېره شپه د کابل پر وخت اوه بجې جوړه شوه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .